انصار( د تله 5مه)، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د یوه ورځني کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې د ګډون لپاره هندوستان ته رسېدلې.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف افغان لوبغاړو ته ویلي چې افغان ملت له تاسو ډېرې تمې لري او هیله ده چې په خپلو غوره لوبو سره افغان ملت ته ویاړ ور وبخښئ.
ټاکل شوې چې د نړیوال جام سیالۍ د راتلونکې اکټوبر میاشتې پر پنځمه په هندوستان کې پیل او د نومبر په ۱۹مه پای ته ورسېږي.
په دغو سیالیو کې د لسو هېوادونو لوبډلې برخه لري چې پر دوو ګروپونو وېشل شوې دي.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه د اکټوبر پر ۷مه له بنګله دېش سره کوي، خو له هغې مخکې له سري لانکا او سویلي افریقا سره دوې تمریناتي سیالۍ هم لري.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27270